افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1206 شاعران8588 شعرونه
سولې زمادخوب
دښايست ښکلې ضميره ته به کله مونږ ته راشی؟
سولې زما دخيال تصويره ته به کله مونږ ته راشی؟
... اوښکې کله به وچيږي دا دجنګ بدرنګ وختونه
سولې جنګ کې يودلګيره ته به کله مونږ ته راشی؟
چې د ژوندهره لحظه يي دمرګ ډارباندې تيريږي
دغريب ماشومې هيله ته به کله مونږ ته راشی؟
زما لپه خالي نه شی لوې با دشا دکائينات ته
سولې زمونږ دژوند مسيره ته به کله مونږ ته راشی
دجانان د مينې ياد ه زه دوصل ژوندون غواړم
سولې زما دعشق تفسيره ته به کله مونږ ته راشی
دا دمرګ غمجن وختو ته مسحاشه ژوندون راوړه
سولې زما د خوب تعبيره ته به کله مونږ ته راشی
دحفيظ معصوم ارمان به ترڅوسوزي په لمبو کې
سولې زمونږ دجنګ تغيره ته به کله مونږ ته راشی