د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1206 شاعران8588 شعرونه
اټک يوسفزی

مرغۍ هم ژاړي

وطنه تا سره په غم کې مرغۍ هم ژاړي
زمري سلګۍ وهي له غمه هوسۍ هم ژاړي
له شنه اسمانه د باران په څېر پرخه اوري
افغانستانه ستا په درد کې سپوږمۍ هم ژاړي
لارو کوڅو کې دې اوس ټول پردي پردي ګرځي
ګودر ته نه ځي کور کې تندې نه جلۍ ژاړي
زرکې بيا پټې شوې سپرليو سره رانغلې
لښکر بچوسره په غره کې سيسۍ هم ژاړي
تنکۍ مښوکه کې خځلې ګرځوي اټکه
د جالې ځای نه لري اوس توتکۍ ژاړي

د شاعر نور شعرونه ←