د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مینه (صابر)

اختر

د ماښام ښکليه شماله
درته نن زما پيام دي
د نکريزو په ښايسته رنګ
مي ليکلي يو سلام دي
دغه زما سلام خو يوسه
دښايسته باغ هر يو ګل ته
او له دغه باغ نه لري
په پردی چم ميشت بلبل ته
ور ته ووايه په مينه
چی اختر دي مبارک شه
يو ځل بيا له رنګينو ډک
ماذديګر دي مبارک شه




خپلو ګرانو هيوادوالو او د نړی ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکی وا يم هيله لرم چي خوشحاله اختر ولری٠

د شاعر نور شعرونه ←