افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1543 شاعران8588 شعرونه
غزل
بياپسرلی شوبې جانان زړګي ته څه ووايم
زه خپل ماشوم زه خپل نادان زړګي ته څه ووایم
يارخودمينې او وفا ګريوان پاره پاره کړ
خپل لېوني څېرې ګرېوان زړګي ته څه ووايم
چې څوک يې کله هم په مينه اواحساس پوه نه شو
خپل زه دمينې قدردان زړګي ته څه ووايم
چې هريولورته يې پرمخ دي دروازې تړلي
مينې مات کړي سرګردان زړګي ته څه ووايم
خړوکوڅوشاړو دروکې بې اسرې ښکارېږي
زه خپل دغم په تول ارزان زړګي ته څه ووايم
نه يې دوصل لرې خيال نه شي هجران زغملی
ملګرو دغه بې ايمان زړګي ته څه ووايم
ګمان مې کېږي امين زيه مينه مينه نه شوه
جانان جانان ارمان ارمان زړګي ته څه ووايم