د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

غزل

اسویلی مې چې بیاشال دګلبدن وړي
داڅپې دنسیم عطر د ګلشن وړي
ستا دشونډو په مچکو به رسوا شم
... چې بې پامه خوري انار داغ په لمن وړي
په دا څه شوکه لښکر وي دپسونو
چې سالار يې وي زمری خوب د د ښمن وړي
چې پر خپلو پښو يې نه وي روان کړی
په سیلۍ به د حالاتوخپل وطن وړي
چې په خوله کې يې نغمې لکه شپېلۍ وي
له مارانو خلکو زړونه زهرجن وړي
دپښتون په قرباني ګډشوی چور دی
څوک يې غوښې تښتوي څوک يې څرمن وړي
دپردي وطن بادونو کې به مړ وي
خدایزده کوم لورته به خاورې د(حسن) وړي

د شاعر نور شعرونه ←