د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اټک يوسفزی

نصيب

هغه شپه دې تر قيامته سبا نه شي
چې خيالونو ته اشنا په کې را نه شي
چې ډک باغ وي له ګلونو او يار نه وي
د دوذخ په شان جنت دې زما نه شي
دا جهان که ټول زما شي زه بې څه کړم
چې اشنا مې نا اشنا وي اشنا نه شي
راسره دی تل يوازې شکر نه يم
غم دې کم را نه هيڅکله دستا نه شي
چې ګوګل يې د خپل زړه په اور لمبه شو
د اټک غوندې نصيب دې د چا نه شي

د شاعر نور شعرونه ←