افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1543 شاعران8588 شعرونه
عاجل خبر
دتلویزیون په پرده عاجل خبرتیریږی
دمورمړۍ ستونی کې ونښته
بیادبازارپه منځ کې شنې لوخړې
بیایوه بوډۍ دخپل سوالګربچی
په وینواوبارودوتورې شوې غوښې
راټولوی لګیاده
دبوډۍ سترګې له کیسوډکې دی
چاترې دخپل زړګی ټوټې لوټلې
له سلګو ډک ستونی یې
دلیونیوچیغوتاب نلری
بیادسپیڅلی شهادت په نامه
یوڅوزلمیوپه ځان مرګ تړلی
اوبیادوینوسوداګرلپاره
زمادوطن دبورومیندوڅخه
دخپل وړوکی بچی ساه اخلی
ننګرهار