د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

غزل

مالکه سره اوسپنه لمبوته لپه ونیوه
اوس مې چې دسرواوښکواوبوته لپه ونیوه



بېل دهر سړي وو ددنیا په غمکده کې ذوق
چا دسترګواوښکوچا پیالوته لپه ونیوه



خودبه مي خماردبې باکۍ ناڅي په سترګوکې
ما دوخت دڅړیکوپیمانوته لپه ونیوه



بس په دې توپیر لوړوته لاړوله ژورونه
دې زماالفت مايې ارزوته لپه ونیوه



چادسوکالۍ له میوډک کړل کنډولونه بیا
چا يې دمارغه غوندې قطروته لپه ونیوه



نورو تنده غروسرابونو پسې منډې کړې
مونږ دژوند په دښته کې پښتوته لپه ونیوه



پوه نه شوه اوبه يې له منګي پکې راتويي کړې
ما يې چې دسروسترګوکاسوته لپه ونیوه



چاراټوله کړي دګلمخیواواره مینه ؟
تا ځنګه (حسنه) دې خوشبوته لپه ونیوه

د شاعر نور شعرونه ←