د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
جاوید احمدزی

هجرت

زمونږ پر ښار د غمونو طوفان راغی
پر خلکو سخت دبمونو باران راغی
هرې خواته د ژړا او ماتم غږ و
ډېرو جنازو ته ژړا د اسمان راغی
خوار ولس ته زندګي شوه ډېره سخته
ګيله وه د دو په سترګو کې له بخته
کډې بار شوې له وطنه د خوارانو
د بېګناه او غريبو مظلومانو
پاکستان کې مېشته شو تشو ډاګو کې
سره لمر لاندې استوګن شو خېمو کې
زرغون کړه په محنت دوی خالي دشتونه
ابادکړۀ په کې ډېر ښه ښه لوکس کورونه
له ناکامه نورو کډې کړې ايران ته
خپل ګاونډي نيږدې هېواد همزبان ته
په خوارۍ او زحمت پيسې ګټلې دوی
زر رنګه سپکې سپورې اورېدلې دوی
پاتې نور ځان ورساوه اورپا ته
د ماشين او انسان جوړ دغه غوغا ته
زړونو کې د دوی لوی لوی ارمانونه و
بې خبر د دغه ښار له قانونه و
دلته شپه او ورځ غم دی بېغمي نشته
د مهاجرو سره د چا ياري نشته
دا څراغان ښار دا جګ جګ بلډنګونه
زندان دی د پردیو دغه کورونه
زما په کار نه دي دا عصري ښارونه
قسم دی ياديږي مې د وطن غرونه
زړه زما نور تنګ شو دغه کورونو کې
هره شپه وطن مې راځي په خوبونو کې



- بلجيم

د شاعر نور شعرونه ←