افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
نن په زړه مـــــې راورېږي زمــــــــــــــاپلار
راته هروختـــــې يادېږي زمـــــــــــــــا پلار
په زړګي کـــــې مې دردونه پسـې وشي
چې لمـــــانده جداکېږي زمـــــــــــــــــاپلار
څومره نازبانـدې يې غېږکې کړمه لويه
څنګه مـــــانه به هېرېږي زما پــــــــــــــلار
دعاګــــانې به کوم ورته هروخـــــــت کې
په لمنځونوکــــــــــې يادېږي زمـــــــاپلار
وايي څانګه ترقيـــــــامته به هېرنشــــي
تل به زړه کې مــــې اوســــېږي زما پلار