د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1098 شاعران8588 شعرونه
عبدالصبور صابري

غزل

مړی سترګی می خوښی دي خمارلري
ده کونجي د مینی زړه ته لار لري
ماته چی شی مړی سترګی رسا په مخ
خدایګو چی له توری سخت ګذار لري
بیابه څوک پیوند کړي دازخمي زړګۍ
روغ به نشی داسی سخت پرهار لري
بیا به په طبیب او ملا څه اوشي
سترګی خو له سترګو نه بیمار لري
بل علاج یی نشته که سل وګوری
بس یوه مسکا او یو دیدار لري
پریږده صابري د سترګو مه وایه!
سترګی نن په سترګو کی ریبارلري.

د شاعر نور شعرونه ←