د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1509 شاعران8588 شعرونه
اټک يوسفزی

زړه

ښه ساتل به د يو زړه ورته ازده کړم
لږ به چل د مينې زه ورته ازده کړم
تل دې زخم غوندې هر نادان ته خاندي
بس ددې نه به ډېر څه ورته ازده کړم
لکه روح پردي غمونه مانه نه ځي
اوس خواري کوم چې تله ورته ازده کړم
ډېر نادان دی اشارو باندې پو نه شو
څو خبرې به په خوله ورته ازده کړم
چې يې هېر نه شي بچو نه تر قيامته
د اټک نوم به نو ښه ورته ازده کړم

د شاعر نور شعرونه ←