د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1097 شاعران8588 شعرونه
ميرنواز روهين

دوطن مینه

دوطن مینه دپښتون بیلګه ده
نـنګ اومیړانه یې دشتون بیلګه ده
دایې شعاردایې منځپانګه دژوند
دایې دمینې دتړون بیلګه ده
زمونږ راتلونکی په همدغه لوری
زمونږدنـن اودپرون بیلګه ده
بیله دې مری لکه ماهی بې اوبو
بس ده همدا یې دژوندون بیلګه ده
وطن دهر پښتون دمینې نښه
لکه لیلا چه دمجنون بیلګه ده
زموږ شرف زموږوجدان جوړوی
وایی اغیار چه دجنون بیلګه ده
ځکه یې زه روهین په زغرده وایم
چه مې دشعر دمضمون بیلګه ده




جرمنی- اوفن باخ
۲۱.۰۱.۲۰۱۲

د شاعر نور شعرونه ←