افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
اوښکه
اوښکه
زه اوښکه یم نګاره ستا په یاد وڅڅیدم
ګریوان کې شومه خښه بې حساب وڅڅیدم
تا ونه لیدم وچه شوم په خپل پښتون ګریوان کې
کوم بل همراز مې نه و په کتاب وڅڅیدم
بوستان کې مې ستا حسن ته تشبیوې لټولې
مثال د مونده نشو په ګلاب وڅڅيدم
نغمه د آدم خان مې چې تر غوږ شوه زه پیدا شوم
زه اوښکه د درخو یم په رباب وڅڅيدم
زیارت، معبد، مسجد او کلیسا مې کړل ټول ستړي
له درد سره ملګرې په محراب وڅڅيدم
دا هر څه بې ارزښته و دا ستا مغرور زړګي ته
زه هسې بې بدله بې ثواب وڅڅيدم
تقوا په سترګو ټپه شوه خوزه ترې وچه نشوم
د زړه د تاو خوله وم ستا په باب وڅڅيدم
۱۳۹۰/۶/۳