د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
زاهد شاه انګار

غزل

لاس دې په خوله ايښى ګونګۍ نور په خبرو راشه
اې! تاته وايمه جينۍ نور په خبرو را شه



د هر تصوير د هرې پاڼې تلا وت يې وکړه
زړه ته راغلې توتکۍ نور په خبرو را شه



په ترنم کې راته ووايه يو ښکلى غزل
د غزلونو تورا نۍ نور په خبرو را شه



دا د اوښانو بهيرونه په رمباړو ورکي
ورسره شرنګ وهه کوچۍ نور په خبرو را شه



ستا په تورونو يې ده توره د خيال سپينه لمن
انګار ته ورته ليونۍ نور په خبرو را شه

د شاعر نور شعرونه ←