د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
زاهد شاه انګار

غزل

سورى،سورى په مر دکيو لګيدلى کتاب
له بړ بوکو سره تا ويږي سوځيدلى کتاب



ډوډۍ ترې واخلئ خو کتاب نه،کبيره ګناه ده
د ماشومانو له لاسونو ما ليدلى کتاب



زړه مې اوبه پرې څښلي نه دي لا يې هم لولمه
لامې ياد نه دى ستا دسترګو غوړيدلى کتاب



له کومه قومه چې نا لوستى بې اوازه پاتې
پر حال يې تل توري په توري ژړيدلى کتاب



د چا غزل سلګۍ،سلګۍ د چا سندره په کې
لکه ګلاب دى پا ڼې،پا ڼې رژيدلى کتاب



د شنه منګي وچه کيسه به پکې بيا راشنه شي
انګاره پيغلو د ګودر لار کې موندلى کتاب

د شاعر نور شعرونه ←