د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
نعيمه غنی

غزل

نن چې بې تا یمه جانان نه لرم
لکه مات ستوری یم اسمان نه لرم
هغه مستي هغه شوخی مې نه شته
هغه سهار هغه ماښام نه لرم
په تصور کې دې تصویر وران شوی
نور اعتبار په خپل ګمان نه لرم
له ډیرې ویرې په څنګل وچیږم
یتیمه اوښکه یم ګریوان نه لرم

د شاعر نور شعرونه ←