د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
اټک يوسفزی

بلا

کله شي اغيار کله ليلا بلا
هر خوا ته چې ګورم ده بلا بلا
هيڅ زما په غوښو اوس مړيږي نه
داسې وږې شوې ده د چا بلا
دا څنګه فتنه موزي خوره کړله
ونيوه د ګل په شان دنيا بلا
اوس به نو رژيږي شنې غوټۍ خپله
روږدي چې په باغ کې شوه اشنا بلا
هسې بېګنا يې اټک وسېځه
شوه چې په جنت کې راپيدا بلا
/ کامه

د شاعر نور شعرونه ←