د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

914 شاعران7367 شعرونه
نورعلی شاه ځلبلاند

غزل :

ستا مينه می زړه خورې ليونی به شم
ورک به شمــه ولاړ به شم پردی به شم
ته به راته ګورې زه به نه يمـــــــــــــــــــه
غيږ کی داسمــان يو تور لوګی به شم
نور به ستا دلاس نيـــــــــــــــولو نه يمه
لار کی به در لويږمــــــــــه اځغی به شم
رابه شي يو څــــوک سر به می ونيسی
مينه به شم ژوند به شـــــم زړګی به شم
بيا به پرهــــــــــــــــــ-ارونه راته وګنډی
جوړ به شمـــــه ګل غوندی سړی به شم
وبه څښم شبنم دګل پــــــــــــــه پاڼو کی
رنګ به شمــه خوند به شم غمی به شم
هر وخت (ځلبـــــلاند)ته خزانه مه وايه
نن اوکه سبا شــــــــــــــــو پسرلی به شم

د شاعر نور شعرونه ←