د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمدسرور وکیلي

بې کفنه

ویشتلی زوی مي پروت راته له کومه کړم کــفن
مـــوري مـــه ژاړه ویـــرجـــني زه نـــه غـواړم کفـــن
جــــګړه مــــي لـــه غلــیم وه ویشتلی په ټــټـــریـــم
پـــرهېـــواد مـي سرورکړی، خـودبه ځمه بې کفن
خدایه وینوملک نیولی، څه وکـــړم زه خــــواره؟
موري اوبوم دملک ګلونه په سرو وینو بې کفن
زویــه و بـه دي بلېږدم، په دې خپل پړیني کــــي
ای زماویرجیني موري، مکړه ویـر! زه نه غواړم کفـن
دلـته ټـول چي پـراته ګورې، یو لانه لـــري کفــــــن
زه یــم هـــم ددوی په شـــاني موري نه غواړم کفــن
مــــوري کــــړه دعــــــا راتـــه صبـــر کـــــــړه الله تـــــه
پـــربــې کـــفنه ژړا مــکړه اوس زه ولاړم بـې کفن

د شاعر نور شعرونه ←