د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
رفيع لله روشن

ته ښايسته افغانستان يې

شپه مې ښه وي ګرانه
ستايادونه مېلمانه کړم
ستاخيالونه راسره وي
ستاحجره جومات کې ګرځم
محرابونه راسره وي
پوښتي مانه زماذهن
راته وايي چې داڅوک دى
زړه مې غواړي په د ې پوه شي
چې ته څوک يې
ته تلاش کې دچاسر يې
ته خو وران وېجاړکورګى يې
اياته داسې نه غواړې؟
چې دېره شې شيش محل کې
ګردچاپېر دې وي بڼونه
ته ايسار شې جزيروکې
ابشارونه پرواز وکړي
لمده هوايې راشي
ستاپرڅڼوټالۍ وکړي
له خندانه ورته شين شې
له سيالانوسره سيال شې
ستادغرو خړې لمنې
وي ژېړسپين رنګين برقونه
ته وا ستوري احتجاج کې
ټول په ځمکه راخواره دي
رڼاګانې راخورې وي
وي پېلوځې ټول دښتونه
ايانه غواړې چې وکړي
الوتل سپينې کوترې
ټولې چيغې کړي چې واخلۍ
سوله ،سوله ،سوله ،سوله
خوګلاب ګلاب جانانه
زه دورځې کړلى نه شم
چې تصوير دښکلي مخ دې
ننداره کړم
زه دخپل زړه په هنداره
ستادښکلي مخ ترسيم خو
ستادستوري مخ خالونه
په رڼا شمېرلى نشم
زه دخپل زړه په هنداره
ستاانځور وېستلى نشم
رانه هېردى چې ووڅنګه
هرچااوس ترې خپله برخه
بېله کړې په غاښونو
چادې سترګې،چادې مخ نه
خپله برخه بوټۍ وړې
مامې خپله برخه نکړه
پيدانه شوه چې وه چېرې
ته ويلى شې چې څه شوه؟
نه وي تل زماقسمت هم
چې مېلمه کړم ستاژورخيال
خومننه تانه ډېره
چې ته نه غواړې تاهېرکړم
خوزه هم ګرم نه يم ګرانه
اوس خيالونه مې تقسيم دي
يوته نه يې چې دې ياد کړم
اوس په دغه غم خانه کې
ډېرغمونه مېلمانه دي
اوس په دې کور کې جانانه
ډېرزيات اوړ ي راوړي ،ګرځي
زه يم يو سوچونه ډېردي
ارزښتونه وېشل شوي
دوه هم ندي سره يوراز
اوس دې کورکې ډېرکورګي دي
اوس په دې کې ډېروګړي
لوى واړه ځوانان اوپېغلې
هريوغواړي چې وي مشر
کشرهم له چاکم نه دى
ته چې فکرخراب نکړې
زه په هرڅه له تاتېريم
ولې ته زماهرڅه يې
ته مې زړه ته مې لېمه يې
ته پرماله حده ګران يې
ته ښايسته افغانستان يې
ته ښآيسته افغانستان يې

د شاعر نور شعرونه ←