افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
نور دی هيرومـــــــــــــــــــــه نور هرڅه دسينی باسمه
ته که ترينـــــــــــــــــــــه نه وزۍ نو زړه دسينی باسمـه
دومره درد دی څنګه اوله کومــــــــــــــه راله راکړلی
سر می اور اخستی دی لمبــــــــــــــــه دسينی باسمه
يوڅو خوږو شيبو زه له خپل ځانه داسی ورک کړم
هر ځل چـــــــــــــــــــــه راياده شی توبه دسينی باسمه
زما زړه خو اوس دومره نرم شـــوی دی په مينه کی
دشمعۍ غوندي سوځمـــــــــه تياره دسينی باسمه
تا ويل چه ستا (ځلبلاند) نور دجــــــــوړيدو نه دی
نوره ئی دمينی جنــــــــــــــــــــازه دسينی باسمـــــــــــه