د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ميرنواز روهين

تا به نه خواروو

وطنه ځان به خواروو بس تابه نه خواروو
خپل ژوند ودان به خوارووبس تابه نه خواروو
پاتې که وی یوڅاڅکی وینه چه ستا کار پرې کیږی
زړه اوشریان به خوارووبس تابه نه خواروو
زمونږایمان، زمونږوجدان دی ستا دعشق پالنه
نه چه ایمان به خواروو، بس تابه نه خواروو
په ملنګۍ که یې ګټو وطنه زار دی له تا
خپل ماشومان به خواروو بس تا به نه خواروو
زموږدستروارزوګانو په دلوی قاموس کې
هربل ارمان به خواروو بس تا به نه خواروو
چه بیله تا وی که جنت اوسی هم نه یې غواړو
دا لوی جهان به خواروو بس تا به نه خواروو
ستا دعمران لار کې به کاندو په سرونو لوبې
روح او روان به خواروو بس تا به نه خواروو
موږافغانانو کړی هوډ چه تا به ساتو مدام
ټول زوړاوځوان به خواروو بس تا به نه خواروو
روهین وعده کړم چه به هر څه کړو له تانه قربان
شعراوداستان به خواروو بس تا به نه خواروو




جرمنی- اوفن باخ
۰۳-۰۳-۲۰۱۲

د شاعر نور شعرونه ←