افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
هسې نه کفر ته ځان وه رسوم ستا په نامه
نور مې یواځې ځان له پرېږده دالله په نامه
ته دښکولا سندرې مه وایه په غرونو کښې زموږ
ښکلیه خندا دې نوره پرېږ ده وفا په نامه
موږ خو دمینې په مذهب یو نور څه نه پېږنو
موږ له ښکلا دمینې راکه ده ښکولا په نامه
وه هر پرهر لره ټکور ددردیدو ورکوې
دمینې درده خواله راشه ده دوا په نامه
سپینه خولګۍ دې لاتر اوسه چاڅکلې نه ده
چر ته به اوڅکو موږ ستا خوله دکیمیا په نامه
هره ارځو مې له ارځو سره ارځو پاتې شوه
نور ارمان مه جوړوه دلته ده دنیا په نامه
پرېګده ؛نقیبه؛ ترینه هیڅ ګټه اوچته نه شوه
نورې نومه لیکه سندرې ده لیلی په نامه
کچلاک