افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
914 شاعران7367 شعرونه
غزل
لکه پتنګ پر سوځيــــــــــدو مئين يم
پرخپل وطن خپلی پښتـــــــو مئين يم
څوک چه زما سره په غــــــم کی ژاړی
زه دهغه چـــــــــــــــا په سلګو مئين يم
دهر يو ښـــــــــــــــکلې ښکلا نه يادوم
دپښتنو پيغلـــــــــــــو پر زړو مئين يم
چه په پټ مخ تر ګـــــوره پټی درومۍ
ددی دنيــــــــــــــــــا پر فرشتو مئين يم
زما دی سترګی دمرګ خاوری خوري
که به زه ستا په بيليـــــــــــدو مئين يم
مرګي ويلــــــــــــــــه زه خو ټوله غواړم
ددي اتل قام پر شملــــــــــــــو مئين يم
ما (ځلبلاند) غـــــــم په مستی راولي
لکه بنــــــــګړې پر شرنګيدو مئين يم