د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ابونویدالفت هاشمی

ژغوره

الله (ج) ظالمان ډیردی مظلـــــــــــــومان ژغوره
خائنــــــــان ډیردی غــــــــــــریبان ژغـــــــــوره
په لارمــــــــــوبرابرکـــــــړه ګمراهان شــــــــولو
جاهـــــــــــــــــلان ډیردی عالمان ژغــــــــــــوره
دین داری مــــــــــو په پیسوخــــــــــرڅ کــــــړل
ډالـــــــــران دی مسلـــــــــــــمان ژغــــــــــــوره
دخـــــــــــــدای(ج) دښمن مـــــــــونږ برادر بولو
دلــــــګا ن ډیر دی صادقـــــــان ژغـــــــــــــوره
څیـــــــــره مـــــــوکــفرته ډیر ورته ښـــــکاری
مــــــــوډونه ډیر دی طالبــــــــان ژغـــــــــوره
په وطــــــــــن تــــــوره تیاره خپــــــــره شویده
شین وجهی ډیر دی لیحیــــــــــتان ژغــــــــوره
مرکــــــــــــزدعلم کښـــــــی میلی جــــــــوړیږی
تنبــــــلان ډیر دی لایقــــــــان ژغــــــــــــــوره
له زوړاوځوان نه تقوا کـــــــــــــډه وکــــــــــړه
شیطانان ډیر دی عــــــــــابدان ژغـــــــــــــوره
غربی موډونه مو له زړه نه خــــــــــــوښ دی
توپکـــــــــــــیان ډیر دی لارویان ژغــــــــوره
په انسانیت باندی شــــــــرمیږو مـــــــونږ ټول
دلالان ډیر دی تجــــــــــــــــاران ژغـــــــــــوره
یوورځ به مـــــــــــړه یوهیڅ توښه نه لـــــــرو
مرګـــــــــونه ډیر دی مریضان ژغـــــــــــــوره
ځان ښه هــوښـــــــیار بولـــــــــوبی عقل نه یو
احـــــــمقان ډیر دی زوړاوځــــوان ژغـــــوره
ځان ته ناصـــــــــــح شـــــه الفته وروره
ورقی پریږده قلــــــــــــــــــــمان ژغـــــــــوره
پوهنتون کندهار
17/2/84

د شاعر نور شعرونه ←