افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
/ پکتيا
درد کوي او سوی زما په زړه کې دی
څوک لکه اغزی زما په زړه کې دی
هغه د جاوېد په نوم ياديږي چې
هغه يو ځاځی زما په زړه کې دی*
ما چې ګوري مخ په بل خوا واړوي
يه خالقه دی زما په زړه کې دی
زړه زما ګلدان دی پکې تور جانان
واه لکه بابری زما په زړه کې دی
ځارشم د مهران له شاعرۍ څخه
دا ملنګ سړی زما په زړه کې دی
په پورتني بيت کې خوږ ژبي سندرغاړي جاوېد امرخېل ته اشاره ده*