افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
وار زما
یو یو رانه وړي بله ورځ وار زما
ټول یاران مې تللي دغه لار زما
مکړه غمازي نور د خزان باده
څنګه دې سپيره کړلو ګلزار زما
ستا د بې رحمی څپیړې ووهل
څه ښایسته مخونه او بهار زما
ته جګو شملو ته نظر هم نه کړې
وړې سپیروبادو کې کوږ دستارزما
روح له جبارخیله که ته واخلې هم
نوم خو به یې پاتې شي یادګار زما
سیدني آسترالیا