د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

913 شاعران7367 شعرونه
عبدالباري رمان

نوى کال

نوى کال
په نن سباکې به راپيل نوى کال شي
بيابه شيطان څومره خوشحال شي



ډمان به ولاړ شي ومزارته
دښکلي بلخ ومزار ښارته
دحضرت علي په نوم دربارته



هلته به جوړبيا په روضه باندي څه حال شي
بيابه شيطان څومره خوشحال شي



دا دبل دود دنورو کاردى
زموږ په ټولنه باندي بار دى
څوک چې يې کړي ډير ګنهکاردى



د لو ګناه که دې په زړه دلمانځوخيال شي
بيابه شيطان څومره خوشحال شي



بيا چې جنډه کله جګيږي
ښځې اونر سره ګديږي
دبدعاتو شمير زياتيږي



دا وخت دډېرو ايمانونه کې پايمال شي
بيابه شيطان څومره خوشحال شي



شيطان يي مست کړی لامستيږی
ډمان اتڼ وهي څرخيږی
د ځان په ستړيونه پوهيږی



خدای ته زارۍ وکړه ( رمانه) چي سم حال شي
بيابه شيطان څومره خوشحال شي




نوي کال
دنوي کال لمانځل ګناه ده د اورلمانځو کاردى
دا له اسلام سره ټکر دى د بي لمانځو کار دى



که څوک بياوايې چې همدا زموږ دکلتور ورځه ده
د پښتني او افغاني دود او دستور ورځه ده



د غه سړى له هر څه وتى دى له قامه وځي
په ځان دي چوپ کړي کليمه چي له اسلامه وځي



ته په دې خوښ يې چې نيکه ته دي کافر وايې څوک
يا مجوسي يا يهودي يا متاثر وايې څوک

ته هم دهغه احمدشا اوميرويس خان ټبر يې
د غزنوي اوملالۍ او اکبرخان ټبريې



که په ځان پوه يې ولي فخرپه بتانو کوې
دغه کړه پريږده ولي کار دکافرانو کوې



که مسلمان يې ځان ملت د ابراهيم يادوي
يا د اسلام په حقه لاره ځان مقيم يادوي



په تير دي وباسه توبه چي بيا دا کار ونکړې
( رمان) ته ورکړه يو ضامن چي پري انکار و نکړې

د شاعر نور شعرونه ←