د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محموده تقوا

زنګاوات

کابل



وخته پوه نه شوم چې ګناه مې څه وه
چې زما معصوم ژوندون دې ونه زغمو
لا مې وړې وړې وې هیلې پاتې
لا خو په خوند دې ژوندانه پوه نه وم
لا خو دې خټو په کوټو لګیا وم
لا خو دې ژوند په دروازه کې ناست وم
لا خو مې هیڅ هم درنه غوښتي نه وو
چې دې له ما نه خپله لار بېله کړه

د شاعر نور شعرونه ←