د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
مولانا ابوالفضل صاحب

کافرا ن ورته حیران دي

دومره لوئ بارونه وړمه چي ديبان ورته عاجزدي
انسانان کړي داسي چاري شیطانان ورته عاجزدي



(۱):ډېردسترګوپه شيشه کښي آدم زاده معلوميږي
په هنداره دباطن کښي چارپایان ورته عاجزدي



(۲):په لباس دمسلمان کښي په عنوان کښي داسلام نن
کوم کارونه چي نن کيږي کافران ورته عاجزدي



(۳):په بشرسوه بلاګډه دحیوان نسل په ګډسو
پير،فقير،ملاسوه داهسي چي توريان ورته عاجزدي

(۴):لکه غرداسي کربوړي حاکمان ددغه عصر
ډاکوګان دملتودي ډاګوکان ورته عاجزدي



(۵):سل په سل کي ابوالفضله لاس له ټولوڅخه مينځه
مـــــــتقـــــــيان هغه پيرې کړي چي رندان ورته عاجزدي

د شاعر نور شعرونه ←