د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
جاوید احمدزی

مظلومې چيغې

راشه چې څه غمونه سره شریک کړو
د قندهار یادونه سره شریک کړو
د شين اسمان تر لاندې د شنو فصلونو
هغه تېر وختونه سره شریک کړو
زما د ماشومې لورکۍ خوږه پښتو
اوس يې تش سوچونه سره شریک کړو
سپېره مخ يم د چورلکو په نڅا کې
بس خړ پړ رنګونه سره شریک کړو
تا چې تل ستاينه د ګودر کوله
لوټ شوی خيالونه سره شریک کړو
نه اوری د مظلوم فریاد ټول کاڼه دي
څو پاتې غږونه سره شریک کړو
د احمدزي مقصد پښتون وښول دی
د وروری لفظونه سره شریک کړو

د شاعر نور شعرونه ←