افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
فکرونه مې سپرغۍ شي په هجران کې لکه ستوري
الوځي په یادونودجانان کې لکه ستوري
ما وې درته په ښارکې کلیوال سپېڅلي زړونه
ورکیږي دلوخړو په توپان کې لکه ستوري
دابیالکه تیاره چې دبیلتون د شپې خوره شوه
خورې مې چې شوې اوښکې په ګریوان کې لکه ستوري
شړم که ټوله ورځ دې شوخ یادونه خوچې شپه شي
راګوري په کړکیودارمان کې لکه ستوري
لارښودمې دمئینودکاروان شول ارمانونه
شیندم يې ستادعشق په کهکشان کې لکه ستوري
مین ورته (حسنه) ټوله شپه د زړه خواله کړي
ستاتوري د غزل دي په اسمان کې لکه ستوري