د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
عبدالولی سرتور

غزل

شوه په غمونو کی غمګینه مینه
زما دا ښکلی نازنینه مینه
ستا د بڼو غشی چی زړه وخوړل
شوله په وینو کی رنګینه مینه
وینی یی ورکړلی په لپولپو
نور به څه غواړی له زړګینه مینه
څومره ترخه شوله د وخت په زهرو
دا تر شکرو لا شیرینه مینه
د غم ټپه می هسی خولی ته راغله
چی په ډولۍ کی رانه وړینه مینه
د زړه کتاب باندی باور نه لری
دا بی مذهبه دا بی دینه مینه
د ښاپیرو مینه پیکه ښکاره شوه
د پښتنی مینه نمکینه مینه
سرتوره څه شولی خماری سترګی
چی در کتل به یی په مینه مینه

د شاعر نور شعرونه ←