د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالواسیع اشکري

غزل

لاس نه جوړه کړه هنداره پکښې ګوره
ځان دي نه کړې چي وزګاره پکښې ګوره
ورک دي یاره هوښیارتوب اولېونتوب سي
درومه،درومه پردې لاره پکښې ګوره
زمادژوندکیسې دي یاره پکښې ګوره
باسه،باسه یې بې کاره پکښې ګوره
دزړه تل کې مي دانې له غمه شنې سوې
ګرانه ستاله انتظاره پکښې ګوره
عشقري دزړه کتاب نن غوړولي
ګوره،ګوره پکښې یاره پکښې ګوره



۲۰/۹/۱۳۹۰

د شاعر نور شعرونه ←