د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

913 شاعران7367 شعرونه
امرالدین سرحد

موری ای مور جانی!

موری ای مورجانی! یوه ماشوم مورته ژړلی
زمونږ له کلی بر دکونډی ځوی چیغی وهلی
موری هله راشه تری ډاریږم دوي مې وژني
غږ می اوریده په شورماشورکښې څه ویلی
مورای مورجانی ! یوه ماشوم مورته ژړلی



ډزی شولی پورته نیمه شپه کښې کلی ویښ شو
خوږژوند مودعمرنیمه شپه کښې بیرته دریخ شو
ولویدل بمونه ګړزهار،چیغي ناري شوي
وینو کښې پرته وه کونډی ځوی ته لږ کتلی
مور ای مور جانی!یوه ماشوم مور ته ژړلی



ټول کلی حیران شوڅې دا څه وشول ای خدایه!
دا توره بلا په مونږه راغله له کوم ځایه
غږ یې زمونږ په ستونی کښې مړکړی دژوندیو
ډیرشول له جګړی نه نن مرګونه هرڅوک وایې
موری ای مورجانی!یوه ماشوم مورته ژړلی



کله څې پوځیان له کلي ووتل بهرته
خلک شول راټول څې له غوږ ونیسي خبر ته
ښځي، نارینه هم ماشومان پکښې ټپیان و
مورپکښې شهیده وړ هلک سلګي وهلی
موری ای مورجانی!یوه ماشوم مورته ژړلي

د شاعر نور شعرونه ←