د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

914 شاعران7367 شعرونه
محمدسرور وکیلي

سېلاب دوینو

هېواد چي وي لړلی په سرو وینــو خـودبه خـندا نه وي
په هرګوټ پروت شهید لجن په وینو، خود بـه خندا نه وي
زړَه وي مندي جنډې پر نازولورنګ په رنګ پرهديرو
چي د زړه سرشهید یې وي څرګند، هلته خودبه خندا نه وي
دښتــي مــوســوې ډکـــي پــه کــبرو دشــاه زلــمـیــــو
داشهید کـړي ظالیمانوغلیمانو، ځکه خــــودبـه خــندا نه وي
ټول هېوادمو سو ګــلنــار، پــه سرو وینـــو د ځوانانـو
د وینو په سیلاب کي یُــوغــوټـــه، نـــو خــودبـه خندا نه وي
بهیږي ویني مـــوهــېــواد کي، په څپو کي د سېـــلاب
یُوبه سي غلــیــم سېلاب دوینو، نـــو خـــودبــه خـنـدا نه وي
لمبيږو ټـــول پـــه ویــنــو کـــي د غلیـــم ظــالم د لاسـه
ګونډیاني ناستي په سروسترګو، یتمانو ته خودبه خندا نه وي

د شاعر نور شعرونه ←