افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
914 شاعران7367 شعرونه
دځوانی مرګ ځوی په مرګ
دښایست ثانی دې،نشته ی په چم
ځکه می درپسې،دسترګونـــــــــــم
لوی واړه دې کړی،صفت دښواخلاقو
ستا وجود دی په اخلاقــو مســـــلم
بیلتانه رانه جداکړی،ته بی وخـــــته
په دیدن دې،لاموړشوي نه وم ســـم
تش یادونه دې،اوس دی زمامــــلګری
په ځیګرکښی می،پراته دی محکـــــــم
هسی تشو،تسلو باندی قـــــــــــــراریم
لـکه غـــلی شي،خفه ماشوم په مـــــم
چی رایاد شی،په ژړاشمه لـــــه غمه
په ژړلو هم،غمونه نه شي کــــــــــم
چی داستا،دمخ په شمعه وه روښــانه
آ….. دنیا دغــــمزده شوله تورتـــم