افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
تســــلي زړه ته ورکووم خوجانه چیرته کیږي
بې غـــیرله تا نه زنده ګي جانانه چـیرته کیږي
زړه با یلودل څه هــنرندی زړه ګټل مشکل دي
دغه ســودا دومره ساده اسا نه چـــــیرته کیږي
زړه صــبرول زما دوس خـــبره نه ده ګــــرانه
دا دومره ګران کار په اسانه ګرانه چیرته کیږي
زړه بدا وی په محبت کې کلــه کلـــه راځــــــي
دا همیـشــــــه پخــلا کول له مانه چــیرته کیږي
زه د جـونګـړې ګـداګـــــرته د محــل شـهـزاده
ریشـــته زما اوستا د مینې خانه چــیرته کیږي
زه تبســـم ستا د هجران د للمې مړاوی ګل یم
وایه په للـــموګــلان بې بارانه چـــیرته کیږي