افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
ســــــــوز
د زړه ســوز مي را برسیره کـــړه قلمه
چي خالي شي صندوقچه لږڅه لــه غمه
پلــنډي ډ یري کوټه شوي په کوګـل کي
رانه وایې خـله چي زما ده ډ یـــره تمه
درنځور وطــن پیغام پر نوشته کــــړه
چي افغـــــان ولس بیماردی لـــه ستمه
که پردې د نفاق ځوړند وي پر سترګو
داسي ډ لي خاماخا زه شــــرمــــومه
د ستړیا احساس دي لیري کړه له فکره
اما نــزی چي څـــه کوم هـــغه لیکـمه
امانزی ناروي ۲۳جنوري ۲۰۱۲