د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
میرویس مومند

کابل ته

چا دا ستا ښکلا بدرنګه کړه، کابله
په لوګو يي توره توره کړه، کابله
ستا د حسن جنازه چې شي روانه
لوی ماشوم بیا فریاونه کړه، کابله
راته جوړ کړلې رنځور پردي جنګونو
اوس به څوک ستا درملنه کړه، کابله
دلته هر انسان د مرګ انتظار باسی
ځکه تنګه يي پرې زمکه کړه، کابله
هربچي دی هرڅه وینې هر څه اورې
خو چا ژبه ورته بنده کړه ، کابله
ستا دباغ غوټي به بیا یو ځلی ګل شي
چې می زړه ورباندې مینه کړه، کابله
خدای به تا یو ځلی جوړ کړي د زړه سره
که مې خدای دعا قبوله کړه، کابله
په سیالانو کې دی سیال له خدایه غواړم
د میرویس مومند زړه چغه کړه، کابله

د شاعر نور شعرونه ←