د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
ایاز یوسفزی

غزل

دَ بـې خـــــــــودۍ ســـــــــــــــــپرليه مـــــۀ راځـــه بيا
اي دَ يــــارۍ ســـــــــــــــــــــــــپرليه مـــــۀ راځـــه بيا
چـــــــې ارمــــــانونه ګُل کــــــولــــــــــي نۀ شـــــــــې
دَ بـــې وَســــــــۍ ســـــــــــــــــــپرليه مـــۀ راځـــه بيا
ځـــــــــان دَ خـــــــزان ځــــنې ژغــــــــورلي نۀ شـــې
تل دې زغـلـــۍ ســـــــــــــپرليه مـــــــــــــۀ راځـــه بيا
ســــــــــــتا هـــــــر يؤ ګُل مـــاته جــــــــــــانان يادوي
ډير مــــــې زورۍ ســــــــــــــــــپرليه مـــۀ راځـــه بيا
بـــې دَ جــــــانان راتــه پيـــــــــــکه پيــــــــــــکه يـــۍ
ګُلـونو ځــــــۍ،ســــــــــــــپرليه مــــــــــۀ راځــــــه بيا
ســـــــــتا پـۀ راتلو مـــــــې خـــــوبولــــــې جـــذبـــــې
شــــــي لــيونۍ ســـــــــــــپرليه مــــــــــۀ راځــــــه بيا
چــــــــې کال وَ ســــــــر ايســــــــــاريدلـــــي نۀ شـــې
لکـه ســـــــيلۍ ســــــــــــپرليه مــــــــــــۀ راځـــــه بيا

د شاعر نور شعرونه ←