د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

913 شاعران7367 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

غزل

بيګا په خوب كي تورسيلونه دكارغانوراشي
خړسيلابو نه موپه بڼ دسروګلانو راشي
دلروبر سيلونه و كړي هر منظرو ګوري
لكه ايلبند ته چې كورونه دكوچيانوراشي
پاس په تورغركې تورښاماردخلكولارې څاري
بارقافلي بيرته واپس دكاروانيانو راشي
ملاتعبيريي راته وايه چې به څه پيښيږي
دزمروځالې ته لښكردشر مخا نوراشي
خدايه زمونږ وطن ودان كړې دښارونوناوې
چې سيا حت ته قافلې دسلانيانوراشي
اى واحدياره لاس دپورته كړه درب دربارته
چې شنه بندي طوطيان په ډله كې زاڼوراشي

د شاعر نور شعرونه ←