د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ایاز یوسفزی

دَ شګو محل

ستا دَ فِــــراق دَ سمندر پۀ غاړه
ستا دَ يادونو شګې جمع کړمه
دَ اُوميدونو يؤ محــــل ترې جوړ کړم
بيا ورله رنګ ستا دَ خائيست نه ورکړم
دومره خائيسته دغه محل کړمه زۀ
چې بيا ئې ورک پۀ خائيستونو کښې شم
خو کله چې اُوغواړم ورتلل دننه
لا مې قدم پۀ دُرشل ايښےنۀ وي
چې ستا دَ غم تيزې چپې پرې راشې
دَ اُوميدونو محـــل وران ويجاړ کړي
لا وران کنډر ته دَ محــــل ګورمه
چې تيز طوفان راته راورسيږي
دَ سمندر مينځ ته مې اُوغورځوي
ستا دَ غمونو تُندې تيزې چپې
کله مې يؤ خوا،کله بل خوا اُولي
اَؤتر اَؤتر چاپيره وګورمه
دومره څوک نۀ وي چې راؤنيسي ما
ستا دَ وِصال ساحِل هُم ډير لرې دے
ورته پۀ ژوند کښې رسيدل مې
ګران دي
چې مې اُوميد دَ وتو پاتې نۀ شي
ځان دَ ناکامه سمندر کښې
ډوب کړم

د شاعر نور شعرونه ←