د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
روح الله امین

پښتون

چی بی ننګ او بی پـــښــــتـــو وی پښتون نه دی
چی د قوم په شرمیدو وی پــــښـــــــــتــون نه دی
پــــــښــتــون هغه دی چی غم د تمام قوم خوری
چی د ځان په جګیدو وی پــــــښــــتــون نه دی
دپــــــښــــــتـــــون نظر تمام په ننګ او نام وی
چی نظ...ریی په پیسو وی پـــــــښـــــــــتــــون نه دی
پـــــــــښــــــــــتــون هر کله طالب د خپل شرف دی
چی طالب د سپینو سرو وی پـــــــــښـــــتــون نه دی
پــــــښـــــتـــــون تل په خپله ژبه ټینګ ولاړ دی
چی په دروغ یی ګفتګو وی پـــــــښــــــــتــــون نه دی
پــــــــــــښـــــــــــتـــــــون نشی باداری دچا منلی
چی اختیاریی د پردو وی پـــــــــــــــــښــــــتـــون نه دی
په نصیب د ملـــــــــــــــــــنـــــــــګ جان دغه مسری شوی
چی خفه په دی مسرو وی پــــــــــښـــــــــتــــون نه دی

د شاعر نور شعرونه ←