د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

914 شاعران7367 شعرونه
رڼا مومند

د افغان مور

مورې لاسونو نه دې جار شم تا انسان روزلې
تا په یوه لاس کې زانګو په بل جهان روزلې
دا دنیا سترګې ړندې دې دا لیدلې نه شي؟
تا مو تاریخ د حماسو ته میرویس خان روزلې!
مورې قربان دی له زړګي شمه لوګې دې شمه
تا له دردو سره په غیږه کې درمان روزلې
ته مو د مینې عاطفه ته یې ګیډی د ګلو
تا مو احساس د ارمانونو ته جانان روزلې
ته ېې هوا، ته ېې ناهیده، ته نازو د مینې
تا د تاریخ په لمن سور ګوره افغان روزلې

د شاعر نور شعرونه ←