د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فیاض سعیدی

منصوری دار

که می په مینه کښی شکمنه وی نو
ورته په وینو می غزل ولیکه
که په اغیارو می ژوندن خرڅوی
ورته یو زیرئ داجل ولیکه
دژوندون بیعی ته سر ورکوم
ورشه تاریخ کښی می اتل ولیکه
که می په مینی مسخر کوی نو
منصوری دار ته می پل مل ولیکه
تدبیر کومه دتقدیر کرښوته
هر څه می ټول په توکل ولیکه
په سپین کفن دپاکی مینی ( شهید )
( فیاض ) په وینو دګوګل ولیکه



مسعود احمد له لوګره

د شاعر نور شعرونه ←