افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
آسمان زما د ننګونو تماشا کا
هم یی ځمکه په هر وخت زما لیدا کا
نه یم پټ زه یم ښکاره په هر زمان کی
هم اوچت په آسمان زړه می ګډا کا
په سوچونو کښی اوچت له هریو کس یم
د چنار غوندی می سیوری هم بلا کا
دښمنان می په لرزه شی چی ما ګوری
د غلیم پاس په سینه کی زړه درزا کا
هم اوچت لکه عنقا یمه بی غمه
زه خالد یمه پیښی می هر پادشاه کا
مونتری، کالیفورنیا
د می ۲۱ ، ۲۰۱۲ کال