افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
913 شاعران7367 شعرونه
غزل
زما پر زړه دارمانونه لوی توپان راولي
داشنا غم مي پرزړګی باندي خزان راولي
چي په خندا مي واشنا ته دزړه حال ووايه
هغه اشنا مي اوس خندا باندي خپګان راولي
يو ماشومتوب و عاشقي نه وه مينه نه وم
اوس مي احساس دماشومتوب نوی دوران راولي
چي يې را ياد کړم دهلمنددسيندتېره موجونه
بېلتون مي ساه واخلي نفس ته مي سوزان راولي
که دنړۍ پر هيوادونو پلونه ټک وهمه
بياهم افغانه يم احساس مي هرزمان راولي
چي مازديګر سي دغمونو سېلاب وپړسيږي
دبارکزۍ پرزړه دهجر لوی توپان راولي
کابل: درابيا بلخي ښوونځی
نېټه: ۱۳۹۱/۳/۳