افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
913 شاعران7367 شعرونه
غزل
درتـــــه ولاړیــــــم احــــــــترام لپاره
ستــا دخــــــوږي میني د جـــــام له پاره
ولـــي ریبا ر ته په غصه شـــوي گلـــــي
مـــــا در لـــیږلـــي ود ســــلام لـپاره
ســــر نــظرانه به درته زه کــــړمه خــپل
ســتا د سـر کـــو شــونډو انعام لپاره
زه خو سلطا ن د عشق په کار کښي یمه
څــنگه به ښکارم خـاص اوعام لپاره
ســـوزاو گــداز مـــي دي قبـــول دهـــجر
دوصــال یــــوســاعــــت آرام لــپـــاره
مـــاته خـــدمــت وایـه امـــرونـه کـــــوه
لـــکه بادار چـــه کــړې غـــلام لپــاره
کــــوم ســودا ســـوچونه گـــرځـــمه زه
یـم په حـــیرت دعـــشق انـــجام لــپاره
ماګل عزیز عشق کی هرڅه بایلود
څله مــي بــولي ننگ او نــام لــپاره
( قصبه جلال اباد ) ۱/4/1377 هش